خوست ښار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د خوست ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د څلورو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو او ولایتي چارواکو په مرسته په دوستۍ بدله شوه.
د مسؤولینو په وینا، د دغو کورنیو تر منځ د دښمنۍ پر مهال اووه کسان وژل شوي وو.
د خوست یو قومي مشر، بادشاه ګل، چې د دغې دښمنۍ د حل په برخه کې یې هڅې کړې، پژواک ته وویل: “دا ستونزه له څلورو قومونو، تڼیو، منګلو، بکرخېلو او تریزیو تر منځ وه، خو الحمدالله داسې کسان راغلل چې هر یو خپل دوست ته تاوان قبول کړ او مشکل یې حل کړ. دا ډېره د خوښۍ خبره ده.»
د دښمنۍ د ښکېلو کورنیو غړي وايي، خوښ دي چې له کړاوونو ډک ژوند یې پای ته ورسېد.
هغوی له نورو خلکو هم غواړي چې په خپلو منځونو کې شته شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د هغوی په وینا، د دښمنۍ له امله یې د اقتصادي او نورو ګڼو ستونزو تر څنګ، د کورنیو ټول غړي بېتعلیمه لوی شوي دي.
د یوې ښکېلې کورنۍ غړي، نظیرالله، وویل: «زموږ له لوري کسان په شهادت رسیدلي وو؛ یو مې تره و، یو مې ترهزوی و او بل مو زوم و. ډېر خوښ یو چې په دې روغه جوړه، په بدۍ کې ډېرې ستونزې وې.»
د یوې بلې ښکېلې کورنۍ غړي، لاهورجان، بیا وویل: «په روغه جوړه ډېر خوښ یو، لکه څنګه چې تاسو ولیدل، هر څه د الله تعالی په رحم او د افغانستان اسلامي امارت د خوست ولایت مقام په رهبرۍ او د مصلحینو په همکارۍ پای ته ورسیدل.»
د خوست ولایت مرستیال والي، محبوب شاه قانت، د یادې روغې جوړې په مراسمو کې له ټولو خلکو او کورنیو وغوښتل چې د شخړو د حل کمېسیون او قومي مشرانو په همکارۍ خپلې دښمنۍ پای ته ورسوي.
هغه وویل: «داسې خپګانونه نور هم موجود دي. په خوست ولایت کې ډېرې بدۍ شته؛ موږ او تاسو باید هڅه وکړو او دا خپل مسؤولیت وبولو ترڅو د خلکو خپګانونه په دوستۍ بدل کړو. کوم ځای کې چې موږ ته ضرورت وي، په توره شپه ان شاءالله حاضر یو.»
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې هم د ځايي حکومتي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د پښتني دود پر بنسټ د دوو کورنیو ترمنځ د یوولس کلنې دښمنۍ روغه جوړه وشوه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP