کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه کسان په بېړني ډول سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروکرام (یونهبیتات) دا څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه خپرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنۍ سرپناوو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري او مناسبې سرپناوې د یوه باثبات راتلونکي پر لور لومړنی ګام بلل کېږي؛ له همدې امله د دې اړتیا پوره کول د ځنډ وړ نه دي.
سرچینې زیاته کړې چې د مناسبې سرپناوو برابرول د یوه باثبات افغانستان رامنځته کېدو لپاره لومړنی ګام دی او په دې برخه کې باید سملاسي اقدام وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP