Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یواېن‌هبیتات: روان میلادي کال افغانستان کې ۴.۲ میلیون کسان سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه کسان په بېړني ډول سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروکرام (یون‌هبیتات) دا څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه خپرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنۍ سرپناوو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري او مناسبې سرپناوې د یوه باثبات راتلونکي پر لور لومړنی ګام بلل کېږي؛ له همدې امله د دې اړتیا پوره کول د ځنډ وړ نه دي.
سرچینې زیاته کړې چې د مناسبې سرپناوو برابرول د یوه باثبات افغانستان رامنځته کېدو لپاره لومړنی ګام دی او په دې برخه کې باید سملاسي اقدام وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.