زرنج (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین وايي، په ښځو کې د رحم سرطان یوه له هغو پټو ناروغیو ده چې د پوهاوي، تشخیصیه امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو کموالي له امله د هېواد په لرو پرتو سیمو، په څانګړي ډول نیمروز کې ډېر کله ژر نه تشخیصېږي؛ په داسې حال کې چې د دې ناروغۍ پر وخت تشخیص د ناروغانو ژوند ژغورلی شي.
ډاکټران: که د رحم سرطان ژر تشخیص شي، د درملنې وړ دی
په نیمروز کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصص ډاکټر جیون رحمتي پژواک ته وویل: «د رحم سرطان هغه وخت رامنځته کېږي چې د رحم دننه حجرې چې اندومتر بلل کېږي، په بېنظمه او غیرطبیعي ډول ډېره وده وکړي؛ دغه حالت اکثره هغه مهال رامنځته کېږي چې د ښځې په بدن کې د استروجن هورمون زیات او د پروجیسټرون هورمون کم وي.»
نوموړي زیاته کړه، چاغښت، د حمل نه لرل، د حیض وختي پیل یا ناوخته پای او له ډاکټر سره له مشورې پرته د هورموني درملو استعمال د دې ناروغۍ له مهمو لاملونو دي او زیاتره پرې هغه ښځې اخته کېږي چې عمر یې له ۵۰ کلونو پورته وي.
د هغه په خبره، د حیض پر مهال یا د حیض له بشپړ بندېدو وروسته غیرعادي وینه بهېدنه، د نس په ښکتنۍ برخه کې درد او د وزن کمېدل د دې ناروغۍ له نښو دي.
ډاکټر رحمتي وویل: «په لرو پرتو سیمو کې ډېری ښځې دا نښې نادیده نیسي، یا د وېرې او شرم له امله ناوخته ډاکټر ته مراجعه کوي.»
هغه د تشخیص په اړه زیاته کړه: «د رحم د سرطان د ښه تشخیص لپاره معاینات لکه سونوګرافي او د رحم له دننه څخه د نمونې اخیستل اړین دي؛ خو له بده مرغه، د نیمروز په ګډن په ډېرو ځایونو او ان ښارونو کې دا وسایل او متخصصین نشته. ښځې اړې کېږي چې د یوې معاینې لپاره نورو ښارونو ته ولاړې شي، همدا لامل دی چې ډېری وخت دا ناروغي هغه مهال تشخیصېږي چې ډېره پرمختللي شوې وي.»
د هغه په خبره، د وزن ساتل، هره ورځ فزیکي فعالیت او د هورموني درملو له پر خپل سر استعمال څخه ډډه کول د رحم سرطان د خطر په کمولو کې مرسته کوي.
نوموړي سپارښتنه وکړه چې ښځې د حیض له دایمي بندېدو وروسته باید د نسايي متخصص تر مراقبت لاندې وي.
ډاکټر رحمتي وویل، ډېری ښځې په کلیوالي سیمو کې حتا نه پوهېږي چې د رحم سرطان څه شی دی او زیاته یې کړه: «اکثره هغه ناروغانې چې ما ته مراجعه کوي، ناروغي یې پرمختللې وي چې اصلي لامل یې د پوهاوي کچې ټیټوالی دی.»
د هغه په خبره، د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د متخصصو ډاکټرانو، تشخیصي معایناتو او روغتیايي مرکزونو کمښت شته چې له امله یې د ناروغانو تشخیص ژر نه کېږي.
کابل کې د یوه متخصص نظر
له بلې خوا، په کابل کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه فرزانه دراني د ډاکټر رحمتي خبرې تاییدوي او وايي، د رحم سرطان په ښځو کې له عامو سرطانونو دی.
د هغې په خبره، دغه سرطان هغه وخت رامنځته کېږي چې د رحم د دیوال حجرې په غیرطبیعي ډول او له کنټروله پرته وده وکړي.
خو هغې زیاته کړه: «ښه خبره دا ده چې که د رحم سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي، د درملنې وړ دی.»
دراني وايي، د رحم د سرطان تشخیص اکثره د سونوګرافي (تلویزیوني معاینې) او د رحم له دیواله د نمونې په اخیستو سره کېږي او که اړتیا وي، د لا ډېرو څېړنو لپاره د اېمارای (MRI) په څېر معاینات هم کارول کېږي.
هغې په پای کې وویل: «زما سپارښتنه ټولو ښځو ته دا ده چې هر ډول غیرطبیعي وینه بهېدنه جدي وګڼي، منظم معاینات ترسره کړي، خپل وزن مناسب وساتي او که کومه غیرعادي نښه ولیدل شي، پر وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ پر وخت تشخیص کولی شي د هغوی ژوند وژغوري.»
په نیمروز کې د ځینو ښځو کیسې
د زرنج ښار اوسېدونکې ۴۸ کلنه سمانه محمدي یوه له هغو ښځو څخه ده چې د رحم پر سرطان اخته شوې وه، خو د پر وخت درملنې له امله یې اوس روغتیا موندلې ده.
هغې وویل: «د حیض پر مهال مې شدید درد او وینه بهېدنه لرله، مجبوره شوم ډاکټر ته ولاړه شمؤ په نیمروز کې مې ناروغي تشخیص نه شوه، کابل ته ولاړم، هلته هم تشخیص نه شوه، بالاخره پاکستان ته ولاړم، هلته مې ناروغي تشخیص شوه او عملیات شوم؛ اوس الحمدالله ښه یم.»
هغې چې د درملنې لپاره یې په پاکستان کې ډېرې پیسې مصرف کړې دي، په نیمروز کې د تشخیصي امکاناتو پر نشتوالي اندېښنه وښوده او د عامې روغتیا له ریاسته یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
له بلې خوا، د زرنج ښار اوسېدونکې ۳۸ کلنه فرشته چې له شدید درد او وینې بهېدنې یې شکایت درلود او د نیمروز ولایتي روغتون ته ورغلې وه، وايي چې ډاکټر ورته په رحم کې د تومور د شتون احتمال یاد کړی دی.
هغې هم د عامې روغتیا له ریاسته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د تشخیص او درملنې مرکزونه جوړ کړي او ویې ویل: «زه د درملنې پیسې نه لرم، حیرانه پاتې یم څه وکړم.»
د مسوولینو ځواب
په نیمروز کې د پژواک خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست نظر واخلي، خو بریالی نه شو.
د یادونې وړ ده، د روان کال د سلواغې په نهمه نېټه، په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو. په دغو مراسمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل چې افغانان په تېرو کلونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره د امکاناتو نشتوالي له امله بهرنیو هېوادونو ته تلل او ډېر لګښتونه یې پر غاړه اخیستل.
د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت تګلاره دا ده چې روغتیايي خدمتونه په مرکز او ولایتونو کې پراخ کړي، څو افغانان نور اړ نه شي چې د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.
په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو شمېر
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان له دې مخکې پژواک ته ویلي وو: «لکه څنګه چې په نړۍواله کچه هره ورځ د سرطان ناروغۍ پېښې زیاتېږي، په افغانستان کې هم د پخوا په پرتله د سرطان پېښې ډېرې شوې دي.»
هغه زیاته کړې وه، په تېرو یوه کال کې د سرطان نږدې ۶ زره نوې پېښې د عامې روغتیا وزارت کې ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP