Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ بازار یو شمېر هټۍوال: د هټیو لوړې شوې کرایې دې بېرته راکمې شي

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ د بازار ځیني هټۍوال د هټیو کرایو له لوړوالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې بېرته دې راټیټې شي؛ مسوولین وایي، د کرایو تنظيم د منظمې ارزونې له مخې شوی، خو د هټۍوالو غوښتنې اوري او ټولې پرېکړې به د قانون، عدالت او عامه مصلحت پر بنسټ کېږي.

د قره‌باغ ولسوالۍ د بازار یوه هټۍوال ضیاالحق پژواک ته وویل چې یادې هټۍ پر دولتي ځمکه جوړې شوې دي، د لومړي ځل لپاره د حامد کرزي د حکومت پر مهال پر دغو هټیو کرایه ولګول شوه. دی وایي چې هماغه مهال د ده د هټۍ کرایه ۳۰۰ افغانۍ وه، خو د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو را وروسته ۱۲۰۰ افغانۍ شوه چې وروسته ۱۸۰۰ ته ورسېده او اوس ورته ویل شوي چې ۳۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړي.

دی وایي چې د دومره کرایې ورکولو وس نه لري. هغه له ښاروالۍ غواړي چې کرایې بېرته راکمې کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د قره‌باغ په بازار کې د هټیو کرایې موقعیت ته په کتو توپیر کوي او اوس د ځینو هټیو کرایه تر ۷۰۰۰ افغانیو لوړې شوې دي.

د قره‌باغ ولسوالۍ په بازار کې یوه بل هټۍوال حمدالله وایي چې د ده د هټۍ کرایه هم له ۱۸۰۰ افغانیو ۳۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دی هم وایي چې ډېری هټۍوال د دغو کرایو د ورکړې توان نه لري؛ ځکه جې بازارونه خراب دي او ښاروالۍ دې دغه کرایې بېرته را کمې کړي.

په ټولنیزو پاڼو کې هم ځینو کسانو د یادو هټیو د کرایو له لوړوالي شکایت کړی دی.

د قره‌باغ ولسوالۍ ښاروالۍ له دغو شکایتونو وروسته یوه اعلامیه خپرې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې ولسوالۍ په بازار کې ټول ۱۶ مارکېټونه او نږدې ۱۵۰۰ هټۍ د ښاروالۍ رسمي او ثبت شوي ملکيتونه دي، نه شخصي ملکيتونه او له همدې امله د هټیو تنظيم، کرایه ټاکل او اداري چارې د ښاروالۍ قانوني صلاحيت دی.

سرچینه زیاتوي: «ښاروالۍ په ټينګار سره څرګندوي چې د کرایو تنظيم د يوې منظمې طرحې او ارزونې له مخې ترسره شوی، څو د ښاروالۍ عوايد په شفاف ډول راټول او د عامه خدمتونو، بازار د تنظيم، پاکوالي، امنيت او زېربنايي چارو لپاره ولګول شي. د کرایو هر ډول بدلون د قانون او اصولو په رڼا کې شوی، نه د شخصي سليقې له مخې، د باج اخيستنې او يا غصب ادعاوې بې‌اساسه بلل کېږي.»

د اعلامیې له مخې، ښاروالۍ ژمنه کړې چې هيڅوک به د قانون خلاف باج اخيستنې يا شخصي ګټو ته پرې نه ږدي او که څوک په دې برخه کې اسناد او شواهد ولري، کولای شي له رسمي لارو يې شريک کړي، څو جدي څېړنه پرې وشي.

ښاروالۍ زیاته کړې، هغه غرفې او تاسيسات چې په غيرقانوني ډول جوړ شوي او يا وېشل شوي وو، د قانون له مخې بېرته تنظيم او اصلاح کېږي، څو بازار منظم او عادلانه شي او حق حقدار ته ورسېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د لاسي پلورونکو او هټۍوالو درناوی د ښاروالۍ مسووليت دی، ښاروالي نه غواړي څوک له کاره محروم شي، بلکې موخه دا ده چې بازار منظم، پاک او له ګډوډۍ پاک وي، څو ټول دوکانداران په ډاډه فضا کې فعاليت وکړي.

د قره‌باغ ښاروالۍ ویلي چې د ټولو هټۍوالو او لاسي پلورونکو غوښتنې اوري او د بياکتنې او مشورې لپاره چمتو ده، خو ټولې پرېکړې به د قانون، عدالت او عامه مصلحت پر بنسټ ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.