Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونه: تېر ميلادي کال مو افغانستان ته د بېرته ستنو شوو ۵۰۰ زره کډوالو ملاتړ کړی

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې یې افغانستان ته د ستنو شوو ۵۰۰ زره کډوالو ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر خپله‌ اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې دې ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۵۰۰ زره راستنو شوو کډوالو د منلو او ملاتړ زمینه برابره کړې او له ۷۸ زرو څخه ډېرو ښځو او نجونو ته یې رسېدنه کړې ده.

یادې ادارې زیاته کړې: «د ۳۴ ولایتونو په کچه یې د څارنې له لارې د څه باندې ۵۷ زره کسانو وضعیت ارزولی چې دا اقدام د ټولنې پر بنسټ د خوندیتوب د پیاوړتیا لامل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت او مرستندويه بنسټونو هم راستانه شوو کډوالو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې برابرې کړې او خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.