کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۱۴ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي او د روانې اونۍ په ترڅ کې هېواد ته راګرځېدلي دي.
یاد وزارت د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو د لېږد امریت د راپور له مخې ویلي چې دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې د بند موده تېره کړې وه.
سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان تر ثبت وروسته د سپینبولدک د کډوالو د لېږد امریت له لوري د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP