Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو د چک – دایمیرداد سړک رغولو چارې په قرارداد ورکړل شوې

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک جوړولو پروژه د ۲.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوه او عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د میدان‌وردګو د اوسېدونکو د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، سړک د میدان‌وردګ ولایت له چک څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیموتېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي.

حق‌شناس زیاته کړې، د دغه سړک په بشپړېدو سره به د دایمیرداد او چک ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.