کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د پاکستان د کراچۍ ښار په سولجر بازار سیمه کې د ګازډبې چاودنې لس کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان اج ټلوېزیون د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره شپه د کراچۍ ښار په سولجر بازار سیمه کې په یوه درې پوړیزه استوګنیزه ودانۍ کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، چاودنه د ودانې په لومړي پوړ کې شوې او دومره قوي وه چې له امله یې د ودانۍ لویه برخه نړېدلې او ګن شمېر کسان ترې لاندې شوي دي.
په راپور کې راغلي، تر اوسه له یادې ودانې د لسو کسانو مړي را ایستل شوي او ۱۴ کسان ټپیان دي.
چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي ځیني کسان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP