Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا غواړي خپل ټول ځواکونه له سوریې وباسي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالات غواړي چې شاوخوا زر پاتې سرتېري یې تر راتلونکو دوو میاشتو له سوریې وباسي.

امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي چې امریکا غواړي په سوریه کې د نږدې یوې لسیزې پوځي حضور ته، چې د داعش پر ضد د مبارزې په نوم یې پیل کړی و، د پای ټکی کېږدي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د احمد شرع واک ته له رسېدو وروسته، په سوریه کې امنیتي وضعیت «د پام وړ» بدل شوی دی.

سوریایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سرتېرو د روان کال په پیل کې د سوریې په جنوب کې د التنف او د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې د الشدادي مرکزونه هم پرېیښي وو.

امتحده ایالتونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په سوریه کې حضور لري او د داعش پر ضد د ایتلاف ملاتړ کوي چې پکې د کردانو په مشرۍ سوریایي ډيموکراتیک ځواکونه هم شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.