کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو له څه باندې څلور میلیارد ډالرو پور څخه شاوخوا ۱۶۰ میلیون ډالر د قسط په توګه ورکړي دي.
رویټرز د ملګرو ملتونو د یوه ویاند له قوله راپور ورکړی چې دا پیسې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د عادي بودجې له پاتې پورونو د یوې برخې په توګه ترلاسه شوې دي.
هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د «د سولې د بورډ (Board of Peace)» په نوم د نوښت په لومړۍ ناسته کې ویلي چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو د پیاوړتیا لپاره مالي مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې: «موږ به له مالي اړخه ورسره مرسته وکړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه پر خپل ځای پاتې شي. ملګري ملتونه ډېر ستر ظرفیت لري، خو تر اوسه یې هغه ته لاسرسی نه دی موندلی.»
متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د بودجې تر ټولو لوی تمویلوونکی هېواد بلل کېږي، خو د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې یې د عادي بودجې او د سولې ساتنې د عملیاتو لازمي ونډې نه دي ورکړې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته داوطلبانه مرستې کمې کړې دي. واشنګټن له لسګونو اړوندو ادارو څخه هم وتلی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي وایي چې د فبرورۍ میاشتې تر پیله امریکا د دغه سازمان د عادي بودجې ۲٫۱۹ میلیارد ډالر پوروړې وه، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو د پورونو له ۹۵ سلنې څخه ډېر جوړوي.
سربېره پر دې، امریکا د روانو او پخوانیو د سولې ساتنې مأموریتونو برخه کې ۲٫۴ میلیارد ډالر او د ملګرو ملتونو اړوندو محکمو برخه کې ۴۳٫۶ میلیونه ډالر نور هم پوروړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP