Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا د غزې بيارغونې لپاره لس میليارده ډالر‌ ځانګړي کوي

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې يو شمېر هېوادونو د غزې د بیارغونې له صندوق سره اووه میلیارد ډالر مرسته کړې او متحده ایالتونه هم غواړي دغه پروګرام ته لس میلیارده نور ډالر ځانګړي کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر اوسه بېلابېلو هېوادونو د غزې بیارغونې له صندوق سره اووه میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
هغه زياته کړې، د دغه صندوق موخه د حماس له بې‌وسلې کېدو وروسته د غزې بیارغونه ده؛ هغه موضوع چې رویټرز یې د اوسنیو شرایطو په رڼا کې «له واقعیته لرې» بولي.
رویټرز لیکي چې د حماس د بې‌وسلې کېدو مسئله، د اسرائیلي ځواکونو وتل، د بودجې واقعي کچه او د بشري مرستو د لېږد بهیر، د دغپ نوښت له اساسي ننګونو څخه ګڼل کېږي.
ټرمپ دغه‌راز ژمنه کړې چې امریکا به دغه پروګرام ته لس میلیارده نور ډالر ځانګړي کړي، خو د دغو پیسو سرچینه یې نه ده روښانه کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.