Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې

کابل (پژواک، ٢ کب ١٤٠٤): د ملي تدارکاتو کمیسیون نن د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې کړې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې د یاد کمیسیون غونډه نن د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملت عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې او له دې ډلې د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې او په ٧ پروژو کې تعدیلونه راغلل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په منظور شویو او تعدیل شوو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرو او باروړونکو موټرو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت له ایبک څخه روی دو آب ولسوالۍ پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.