کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله په راتلونکې مارچ میاشت کې له سریلانکا سره د یو ورځنیو او شلاوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن ویلي چې ملي لوبډله د راتلونکی مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې په متحده عربي اماراتو کې له سریلانکا سره د یو ورځنیو او شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ لري.
سرچینې لیکلي، یادې لوبلړۍ د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي چې رسمي نېټې او د لوبغاړو نوملړ به ډېر ژر اعلان شي.
اعلامیه کې راغلي چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي او روزنځای کې د یادې لوبلړۍ په موخه د ملي او د الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ته د چمتووالي کمپ پیل شوې دی.
سرچینې زیاته کړې، یاد تمریني کمپ د روانې فبرورۍ میاشتې په شپږمه پیل شوی چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام ولري.
کرکټ بورډ لیکلي، په دغه کمپ کې په ټوله کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړو ګډون کړې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP