Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بادغیس کې ترافیکي پېښې د نهو کسانو ژوند واخیست او ۳۵ نور ټپیان شول

قلعه نو (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۴):د بادغیس امنیتي چارواکي وایي، د بادغیس – هرات پر لویه لاره د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیق‌الله صدیقي وایي، دا پېښه نن یکشنبه له غرمې مخکې د «پُشتۀ لامان» په نوم سیمه کې د بادغیس – هرات پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

نوموړي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

د هغه په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو دقیق شمېر یې نه دی یاد کړی.

هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د بادغیس مرکز قلعه‌نو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

صدیقي څرګنده کړه چې په یاد موټر کې ۴۴ مسافر سپاره وو او له هرات ښار څخه د قلعه‌نو پر لور روان و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.