کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۴): د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم برید غندلی او د دغو بریدونو په اړه یې د سمدستي، خپلواکو او رڼو نړۍوالو څېړنو غوښتنه کړې ده.
پاکستان تېره شپه په پکتیکا کې پر یوې مدرسې او په ننګرهار کې پر یوه استوګنیز کور هوايي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ کلي کې برید کې د یوې کورنۍ شاوخوا ۲۰ غړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ نن (یکشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د پاکستان دغه بریدونه د اندېښنې وړ دي.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه بریدونه چې ملکي وګړي پهکې په نښه کېږي، د نړۍوالو بشري قوانینو ښکاره نقض دی. د یوې بشپړې کورنۍ، په ځانګړي ډول د نوو زېږېدلو ماشومانو وژلو لپاره هيڅ ډول توجیه نشته.»
دغه بنسټ د یادو هوايي بریدونو په اړه د سمدستي، خپلواکو او رڼو نړۍوالو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، هغه کسان چې د دغه برید امر یې ورکړی او عملي کړی یې دی، باید ځوابویونکي وګرځول شي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ زیاته کړې: «موږ له افغان ولس سره خپله خواخوږي او یووالی څرګندوو او د ملکي وګړو د حقونو او ژوند د درناوي غوښتنه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، د هېواد له حریمه ساتنه او د خلکو د امنیت تامینول خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او د پاکستان پوځي رژیم ته یې خبرداری ورکړی چې په مناسب وخت به مناسب او حسابشوی ځواب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP