شبرغان (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل چې دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږو بجې د شبرغان – اندخوی پر عمومي سړک د یوه «پاسو» موټر چپه کېدو له امله شوې ده.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې یو کس مړ او د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP