کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د عمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو لومړی پړاو ۱۶ ورځې مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و.
د دغو مذاکراتو دویم پړاو د عمان په منځګړیتوب د سویس په جنیوا ښار کې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په شپه پای ته ورسېد.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي پر خپله اېکسپاڼه په یو پیغام کې ویلي چې دغه مذاکرات به د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې: «په ډېرې خوښۍ سره تاییدوم چې د ایران او امریکا مذاکرات د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې تنظیم شوي دي.»
هغه ټینګار کړی چې په دغه پړاو کې به د هوکړې نهایي کولو پر لور د لا لویو ګامونو اخیستو لپاره مثبتې هڅې وشي.
د یادونې ده، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د دویم پړاو تر پای ته رسېدو وروسته ویلي وو، تهران او واشنګټن په دغه پړاو کې د «اصلي لارښود اصولو» په اړه ګډې هوکړې ته رسېدلي، خو دا ټینګار یې هم کړی و چې نهایي پایلې ته رسېدل لا نورو هڅو ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP