Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر پوهنتون کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو جوړولو پروژې چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د لوګر پوهنتون مسوولین وایي، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د دغه پوهنتون د داخلي سړکونو جوړولو پروژه چې شاوخوا ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت به ولري، پيل شوې ده.

د لوګر پوهنتون مرستیال مولوي فضل‌الربي مصطفی پژواک ته وویل، دغه پروژه روان کال د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري منظور شوې وه خو د هوا سړوالي له امله یې عملي چارې ځنډېدلې وې.

د هغه په وینا، اوس به د پروژې پاتې چارې بشپړې شي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي یوه کال کې پای ته ورسېږي.

هغه زیاتوي، په یاده پروژه کې د پوهنتون داخلي سړکونه، اړوندې پلې لارې، پارکونه او یو چوک شامل دي، چې په پاخه او اساسي ډول به ورغول شي.

د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ده چې د پروژې ټولې چارې په ۱۴۰۵ کال کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي چې ورسره به د محصلینو او استادانو د تګ راتګ اسانتیاوې لا زیاتې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.