کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پېرو په سوېل ارکیپا سیمه کې یوه پوځي چورلکه لوېدلې چې پهکې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
راپورونو د پېرو هوايي ځواک د اعلامیې په حواله ویلي چې د ژغورنې ټیمونو د چورلکې عملي د څلورو غړو او ۱۱ مسافرو مړینه تایید کړې ده.
د اړوندو چارواکو په خبره، د دې پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP