منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:43 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

د پیرو سوېل کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

· 1 دقیقه لوستل · 197 کتنې

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پېرو په سوېل ارکیپا سیمه کې یوه پوځي چورلکه لوېدلې چې په‌کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

راپورونو د پېرو هوايي ځواک د اعلامیې په حواله ویلي چې د ژغورنې ټیمونو د چورلکې عملي د څلورو غړو او ۱۱ مسافرو مړینه تایید کړې ده.

د اړوندو چارواکو په خبره، د دې پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.