کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم بریدونو کې د ملکي وکړو پر مرګژوبله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
ریچارډ بینېټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زه د هغو راپورونو له امله ژوره اندېښنه لرم چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له بیا پیل شوې شخړې وروسته د ګڼ شمېر ماشومانو او نورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.»
هغه له دواړو لورو غوښتي چې له پوره زغم او احتیاطه کار واخلي، د ملکي وګړو ساتنه او د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې پر استوګنیزو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو له امله په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۳ کسان شهیدان شول او پنځه نور لا هم نادرکه دي.
دغهراز راپورونه ښيي چې په يادو بریدونو کې نهه ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP