Language

ریچارډ بینېټ د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله اندېښنه ښودلې

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم بریدونو کې د ملکي وکړو پر مرګ‌ژوبله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ریچارډ بینېټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه د هغو راپورونو له امله ژوره اندېښنه لرم چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له بیا پیل شوې شخړې وروسته د ګڼ شمېر ماشومانو او نورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.»

هغه له دواړو لورو غوښتي چې له پوره زغم او احتیاطه کار واخلي، د ملکي وګړو ساتنه او د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې پر استوګنیزو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو له امله په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۳ کسان شهیدان شول او پنځه نور لا هم نادرکه دي.

دغه‌راز راپورونه ښيي چې په يادو بریدونو کې نهه ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.