کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د وسلهوالو تازه برید کې د پاکستان شپږ امنيتي منسوبين وژل شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه نن په کوهاټ ولسوالۍکې هغه مهال شوې چې يادو پوليسو دوه تورن کسان محکمې ته لېږدول.
راپور کې راغلي چې په دغه برید کې د سیمې د پوليسو يوه امنيتي مرکز مرستیال قوماندان هم وژل شوی دی.
سرچينې د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې سیمه وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او د بریدګرو د پلټنې عملیات يې پیل کړي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP