Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روان کال جوزجان کې لسګونه شخړې حل شوې دي

شبرغان (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس وایي روان لمریز کال په دغه ولایت کې د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب کې د قتل، کورنیو او قومي شخړو ۶۲ قضیې حل شوي دي.

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس مولوي غلام‌نبي صمیم، نن (چهارشنبه) په یوه خبري ناسته کې وویل، په دغو ۶۲ قضیو کې داسې دښمنۍ هم وې چې پنځه لسیزې یې دوام کړی و.

د هغه په وینا، روان کال کې یې د «اسلامي اخوت» تر عنوان لاندې څو قومي ناستې هم جوړې کړې دي، څو د خلکو ستونزې واوري. دی وایي چې په دغو ناستو کې د ناسمو ټولنیزو دودونو او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه هم تشریح شوي دي.

د دې ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ خیرالله حقاني، وایي چې دوی د جوزجان د قومونو او قبایلو ریاست له مسوولینو سره په همغږۍ د شخړو هوارولو ته رسېدنه کوي او تر اوسه دغه کار په جوزجان کې د قومونو ترمنځ یووالی پیاوړی کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.