Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ شو

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت د عمومي سړک د دوراهي تنګي په سیمه کې په عصري ټکنالوجۍ سمبال او پر معیار برابر د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم له جوړېدو وروسته د ټولګټو وزارت سره په همغږۍ پلې شو.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د دغه سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې اسانه او چټکې شي، بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د درنو موټرانو د بار اندازه معلومه شي، د سړکونو د تخریب مخنیوی به وشي او د عوایدو او مالیاتو دقیقه محاسبه به هم ترسره شي.

د یادونې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست په افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتولۍ د پلي کېدو مسوولیت پر غاړه لري. دغه ریاست تر دې دمه ګڼو امارتي ادارو ته عصري او پرمختللي سیسټمونه جوړ کړي او دا بهیر لا هم د هېواد په کچه په چټک ډول روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.