کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د «ازبک اوزګېوسیز» جیولوجیکي کمپنۍ سره د هوکړهلیک پر بنسټ د افغان ـ تاجک حوزې اړوند د محمدجان ډګر، احمداباد او شمر بلاکونو د دوهبعدي سایزمیکي سروې چارې پیل شوې.
د یاد وزارت ویاند، همایون افغان تېره ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دوست او ګاونډي هېواد ازبکستان له لوري د افغان ـ تاجک حوزې د دغو درې بلاکونو وړیا دوهبعدي سایزمیکي سروې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو، د ازبکستان د حسن نیت، ښه ګاونډیتوب او د کانونو او پټرولیم وزارت د ښه او اغېزمن مدیریت ښکارندویي کوي.
هغه زیاته کړه: «افغانستان پراخې او بډایې کاني زېرمې لري او موږ د دغې سترې الهي ډالۍ د اغېزمن مدیریت لپاره کلک هوډ، ښه پلانونه او عملي ګامونه لرو، څو دا شتمني د هېواد د تلپاتې پرمختګ لامل شي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدروکاربونو د سروې رئیس عبدالخلیل حنفي هم ویلي چې افغان ـ تاجک حوزه د هېواد په شمال کې د نفتو یوه ستره تثبیت شوې حوزه ده.
د هغه په وینا، د یادې کمپنۍ له لوري به د دغې حوزې له ټولو ۱۱ بلاکونو څخه یوازې د محمدجان ډګر، احمداباد او شمر بلاکونو چې ټولیز مساحت یې ۷۶۱۷ کیلومتره مربع ته رسېږي، دوهبعدي سایزمیکي سروې ترسره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کمپنۍ رئیس خیتبای امانوف ویلي، چمتو دي له افغانانو سره ګډ کار وکړي او په دې برخه کې به د ښه ګاونډیتوب ترڅنګ خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP