کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د معیار او کیفیت اداره وایي چې د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د دغې ادارې اړوند د ۲۳ کورنیو معیارونو او ازمایښتي تګلارو مسودې تایید شوې.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د غونډې د پرېکړې له مخې، د معیار او کیفیت ادارې له لوري د کورنیو معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ تګلارې د اقتصادي کمېسیون له لوري منظورې شوې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد معیارونه د ودانیزو توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامانآلاتو، نساجۍ او چرم، پلاستیکي توکو، او د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو سکټورونه رانغاړي.
د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې د دغو معیارونو او ازمایښتي تګلارو پلي کېدل به په هېواد کې د کیفیت د کنټرول سیستم پیاوړی کړي او د کورنیو تولیداتو د معیاري کېدو په برخه کې به مهم ګام ثابت شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP