Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو تهاجمي عملیات پيل شول

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورندکرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول او تر دې دمه د پاکستان اووه پوستې فتحه شوې.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې پر شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه وکړل. تېرهورځ د ننګرهار د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول او پنځه نور کسان لا تر اوسه نادرکه دي.

د اسلامي امارت ویاند، شېبه مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې ددیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پیل شول.

هغه لیکلي چېد دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړي دي.

مجاهد زیاته کړې: «د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي

د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند ماشین ناو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو دوه پوستې او د ګوشتې انارګي ساحه کې درې پوستې او د کنړ ناړۍ ولسولۍ دوکلام سیمه کې دوه پوستې په ټولیز ډول فتحه شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.