کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په لوګر ولایت کې د وزیر کلا او خواجه انګور کانالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د لوګر د مرکز پلعلم اړوند د وزیر کلا او په خروار ولسوالۍ کې د خواجه انګور کانالونو جوړولو پروژه د ۳۸۲ زره او ۵۸۶ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې ده.
سرچینه وايي، په دې پروژه کې چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د یادې پروژې چارې د يواېناېفاې موسسې په مالي لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي چې له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۲۶۹ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP