Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان هوايي ځواکونو په پاکستان کې پر نظامي هدفونو بریدونه کړي

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې نن نږدې غرمه مهال یې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه او نورو ځایونو کې پر یو شمېر نظامي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد هوايي ځواکونو نن غرمه شاخوا یوولس بجې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې فیض‌اباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، په نوښار کې د پوځ پر کینټ، پر جمرود پوځي کالونۍ او ایبټ‌اباد کې هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي: «دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.»

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلأي چې دغه بریدونه د پاکستان نظامي حلقې د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې ترسره شول چې تېره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې ترسره کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.