Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ریچارډ بینېټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سملاسي کمېدو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سملاسي کمېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېت نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ ویلي چې باید د بشري حقونو او نړۍوالو بشري قوانینو درناوی وشي.

هغه زیاته کړې ده: «یو ځل بیا د ارامۍ او د بشري حقونو او نړۍوالو بشري قوانینو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د خوندیتوب د رعایت غوښتنه کوم، هغه روان مخالفتونه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی، له بده مرغه په تاوتریخوالي اوښتی دی. د تاوتریخوالي سملاسي کمېدل بېخي اړین دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه پکتیکا کې پر یوې مدرسه او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه کور هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې په بهسودو کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان پر امنیتي پوستو غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې نیولې او له څلورو نورو پوستو پاکستاني ځواکونه تښتېدلي دي.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «په دې عملیاتو کې زموږ ۸ مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په ننګرهار کې د کډوالو پر کمپ د دښمن د راکټي برید له امله ۱۳ کسان ملکي هېوادوال هم ټپیان شوي چې یو شمېر یې ښځې او ماشومان دي.

یاد بریدونه تېره شپه ناوخته پای ته ورسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه وویل: «بزدلو پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې پر ځینو سیمو بمبار وکړ خو الحمدالله ځاني تلفات نه لري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.