Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلاکار له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د خپلو ترینګتیاوو د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار غوره کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانوسټي خبري اژانس ته ویلي چې افغانستان او پاکستان باید متقابل بریدونه پای ته ورسوي او د خپلو ترینګلتیاوو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لار غوره کړي.

نوموړي زیاته کړې ده: «موږ د متقابلو بریدونو د ژر پای ته رسېدو او د اختلافاتو د حل لپاره د ډیپلوماتیکې لارې ملاتړ کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی هم له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې شته اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې مدیریت او حل‌وفصل کړي.

نوموړي د خبرو له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا، تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره چمتو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.