Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل او اسلام‌اباد کړکیچ په اړه د سره‌صلیب، ملګرو ملتونو، ایران او اروپایي ټولنې اندېښنې

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۴): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکیچ په اړه سره‌صلیب، ملګرو ملتونو، ایران او اروپایي اتحادیې اندېښنه ښودلې، د زغم او کړکېچ کمولو غوښتنه یې کړي او ویلي یې دي چې دواړه لوري دې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د تېرې یکشنبې شپې راهیسې پر افغانستان د پاکستان د نظامي رژیم په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. له همدې امله د اسلامي امارت ځواکونه اړ شول چې پر پاکستان پراخ انتقامي بریدونه ترسره کړي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې، میرجانا سپولجاریک په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو پر چټک زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د زغم او کړکېچ د کمولو غوښتنه یې کړې ده.

هغې ټینګار کړی چې ملکي وګړي، ټپیان او هغه کسان چې په جګړه کې برخه نه اخلي باید خوندي وساتل شي او بشري مرستې دې ټولو اغېزمنو کسانو ته ورسېږي.

د هغې په خبره، سره صلیب د افغانستان او پاکستان د سرو میاشتو له ټولنو سره په همغږۍ د کرښې دواړو غاړو کې د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د ملکي وګړو پر اغېزو ژوره اندېښنه لري.

هغه د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې دواړه لوري دې خپل اختلاف د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه وزارت د دواړو مسلمان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سملاسي خبرو اترو او تعامل غوښتنه کړې څو جګړه ودرول شي او کړکېچ راکم شي.

اعلامیه کې راغلي چې روانې نښتې نه یوازې دواړو هېوادونو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړوي، بلکې د سیمې امنیتي وضعیت هم خرابوي او پراخې انساني او امنیتي پایلې لرلی شي.

تهران همداراز د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د برابرولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د دغې ټولنې د شورا په استازیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

هغوی له دواړو لورو غواړي چې سملاسي دې تاوتریخوالی راکم کړای شي او ښکېل اړخونه دې خبرې اترې وکړي څو د ملکي وګړو او زیربناوو خوندیتوب تضمین شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.