Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جرګو له لارې په ټولنه کې د شخړو د حل اغېزمنتیا
ارشیف

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۴): شنونکي وایي چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د څه باندې ۳۵۰۰ شخړو هواری د دې څرګندونه کوي چې سیمه‌ییزې ادارې او قومي مشران همغږي شوي او هڅه شوې چې لانجې په چټک، کم‌لګښته او سوله‌ییز ډول پای ته ورسېږي او خلک د ستونزو حل ته د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او تفاهم لاره غوره کړي.

افغانستان له تاریخي پلوه د جرګو او مرکو هېواد بلل کېږي؛ داسې دود چې له پېړیو راهیسې د افغانانو د ټولنیز جوړښت برخه پاتې شوی او د قومي، حقوقي او ټولنیزو شخړو د حل لپاره تر ټولو باوري لاره ګڼل شوې ده. له همدې امله، ډېری خلک لا هم د رسمي محاکمو ترڅنګ یا پر ځای جرګو ته مراجعه کوي او دغه دود د ټولنې په ثبات او پخلاینې کې مهم رول لري.

په وروستیو کلونو کې دې موضوع ته پاملرنه ډېره شوې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو را وروسته په ټول هېواد کې ۱۳۷۲ لویې او ۲۱۹۳ کوچنۍ شخړې دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییز چارواکو د جرګو له لارې حل کړې دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو شخړو کې ۱۳۳۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د پخواني حکومت پر مهال د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو مرستیال محمدیعقوب احمدزي پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت له لوري د جرګو ملاتړ او د پرېکړو درناوی یې د دې لامل شوی چې خلک خپلو ستونزو ته د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او تفاهم لاره غوره کړي.

دی وایي، دا په ټوله کې د ټولنې لپاره یو مثبت او ارزښتناک پرمختګ بلل کېدای شي.

هغه وویل، د جرګو پرېکړې تحمیلي نه وي، بلکې د منازعې د دواړو لورو له واک اخیستو وروسته، د هغوی په رضایت او قناعت عادلانه فیصله کېږي.

د ده په وینا، د جرګو پرېکړې له عدلي او قضايي نظام سره هم په ټکر کې نه وي، بلکې د محاکمو کار یې اسانه کړی او کوي یې.

احمدزی زیاته کړه: «پخوا به هم کله چې کومه لانجه یا ستونزه رامنځته شوه او محاکمو یې حل نه شوای کولای، قضیې به یې جرګو او مرکو ته راجع کولې، وروسته به قومي مشران او مخور سره کېناستل او د شخړې د حل داسې لاره به یې موندله چې خلکو ته به د منلو وړ وه، همدا لامل دی چې که لویې جرګې وي که وړې او که مرکې، تل خلکو ورته درناوی کړی او د هغوی پرېکړو ته یې غاړه اېښې ده.»

د هغه په خبره، د محکمې له پرېکړې وروسته به یو لوری خوشاله او بل به خوابدی و، خو جرګه هڅه کوي داسې فیصله وکړي چې دواړه خواوې ترې راضي او خوښې وي او شخړه په دایمي ډول پای ته ورسېږي.

هغه وړاندیز وکړ چې د جرګو پرېکړې دې د محلي ادارو له خوا تایید شي، څو موثریت او اعتبار یې لا ډېر شي او که د جرګې پرېکړه د رسمي ادارې له خوا تایید او مهر شي، خلک به ورته لا زیات ژمن پاتې شي.

دی وایي چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو را وروسته، ډېری اوږدمهالې دښمنۍ پای ته رسېدلي او د خلکو ترمنځ باور پیاوړی شوی دی.

ده وویل کله چې شخړې په رضایت او سوله‌ییز ډول حل شي، نه یوازې پر عدلي بنسټونو فشار کمېږي، بلکې په ټولنه کې ثبات، ورورولي او امنیت هم پیاوړی کېږي.

دیني عالم نورالله کوثر هم وایي، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د څه باندې ۳۵۰۰ شخړو حل د دې څرګندونه کوي چې سیمه‌ییزې ادارې او قومي مشران همغږي شوي او هڅه شوې چې لانجې په چټک، کم‌لګښته او سوله‌ییز ډول پای ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د جرګو د پرېکړو منظم ثبت، څارنه او د شرعي او قانوني اصولو رعایتول کولای شي د دغه بهیر لا اغېزمنتیا او اعتبار زیات کړي.

کوثر وایي، جرګه او سوله‌ییز مجلسونه د اسلام له نظره «د خیر مجلسونه» دي او په قران‌کریم کې هم ورته د خیر مجلسونه ویل شوي دي.

د هغه په خبره، د سولې، روغې جوړې او جرګې مجلسونه ځکه د خیر مجلسونه دي چې پکې د انسانانو ترمنځ شخړې هوارېږي، خلک پخلا کېږي او ستونزې حل کېږي.

کوثر زیاته کړه چې په اسلامي فقه کې هم د «کتاب الصلح» په نوم ځانګړی باب شته چې د خلکو ترمنځ د مصالحې او روغې جوړې احکام او اصول پکې بیان شوي دي؛ چې دا خپله د سولې او جرګې اهمیت ښيي.

هغه همدارنګه وویل، افغانستان د جرګو او مشورتي مجلسونو اوږده مخینه لري او افغانانو له سلګونو کلونو راهیسې د جرګو، سولې او مشورو له لارې ګڼې شخړې، لکه حقوقي ستونزې، کورنۍ لانجې، آن د قتل قضیې او نورې ټولنیزې ستونزې حل کړې دي.

د ده په باور، د سولې او اصلاح مجلسونه ځکه ډېر ارزښت لري چې د خلکو ترمنځ دښمني کموي، مینه او الفت زیاتوي او یو بل ته د بښنې زمینه برابروي او په پایله کې ټولنه د خیر او ښېګڼې پر لور بیایي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.