Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه ؛ او په څپونکي غبرګون د تهران ټېنګار

کابل (پژواک، ۱۰ حوت ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې هېواد یې پر ایران پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي. تهران هم د ځپونکي غبرګون لپاره له چمتووالي خبر ورکړی دی.

د اسراییل دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې پر ایران یې « توغندیز برید» پیل کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن (شنبه) په یوه خبري ناسته کې ویلي چې متحده ایالتونو په ایران کې «لوی پوځي عملیات» پیل کړي دي.

اسراییلي چارواکي وایي، پر ایران له برید وروسته د اسراییل هوايي حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

ایرنا خبري اژانس بې له دې چې جزییات ورکړي، راپور ورکړی چې د دغه هیواد په قم، لرستان، همدان، کرمانشاه، کرج، تبریز، ایلام او قشم کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې «ایران د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د غچ اخیستنې ځپونکي ځواب لپاره چمتووالی نیسي.»

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند مجید اخوان اعلان کړی چې د دغه هیواد هوايي حریم تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.