Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د عمر ګلستان ښارګوټي ۱۱ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي ۱۱ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم له مخې امارتي تثبیت شوه.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي د ۱۰.۹۹۴ جریب ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه امارتي ده.

سرچینه زیاتوي، یاده ځمکه د کابل ښار د نهمې ناحیې د درېیم مکروریان ساحه کې موقعیت لري چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه‌ رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

خبرپاڼه کې راغلي، یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته د یادې ځمکې د امارتي‌توب پرېکړه وکړه.

عدلیې وزارت زیاته کړې، د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او اړوندو امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته، د امارتي  غصب شوو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.