کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۴): ۳۸ کلن منیراحمد – چې نږدې نیم عمر یې له نشو سره تېر کړی – وایي، ځوانۍ کې ناپوهۍ پر نشو روږدی کړ او ورسره یې ښه ژوند او ټولنیز اعتبار له لاسه ورکړ، خو خوښ دی چې اوس یې درملنه شوې ده.
منیراحمد چې د هلمند اصلي اوسېدونکی دی او اوس په کابل کې ژوند کوي، وایي ۱۸ کاله یې بېلابېل نشهیي توکي کارولي دي.
هغه وایي، مور او پلار یې ژوندی دي، څلور وروڼه، مېرمن، یو زوی او دوه لورڼي لري.
دغه ځوان چې له درملنې وروسته د برېښنایي توکو د ترمیم یوه مرکز کې په زدهکړو بوخت و، وویل چې د کمپیوټرساینس برخه کې یې نیمه لوړې زدهکړې کړې او په انګلیسي او اردو ژبو هم ابتدایي خبرې کولی شي.
منیراحمد د پژواک له خبریال سره په انګریزي او اردو ژبو هم خبرې وکړې.
هغه په دې اړه چې ولې یې نشو ته مخه کړه، وویل: «ځواني وه، مستي وه او ناپوهي وه او زما ځينو ملګرو نشهیي توکي کارول، له هغوی سره ګرځېدم، زه هم معتاد شوم.»
ده وویل چې پر نشو له روږدي کېدو وروسته یې اقتصادي ستونزو او ذهني فشار وضعیت لا پسې خراب کړ.
منیراحمد وایي، له اعتیاده مخکې یې ښه ژوند درلود، د کورنۍ فعال غړی و، کار یې کاوه، ټولنیزې اړیکې یې لرلې او په ټولنه کې یې اعتبار درلود، خو له اعتیاد وروسته یې دا هر څه له لاسه ورکړل.
هغه وویل: «په هر معتاد باندې داسې ورځ راځي چې کله به ورته نشهیي توکي نه پیدا کېدل، هر کار ته یې لاس کړی، غلا یې کړې، دوکه او فریب یې کړی…، اعتیاد داسې عمل دی چې سړی هر کار ته مجبوروي.»
منیراحمد وایي، شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د کابل پلچرخي سیمه کې د امید په نوم د روږدو درملنې مرکز ته مراجعه وکړه، هلته یې درمنله وشوه او دا مهال د «اغوش» په نوم د حرفوي زدهکړو په مرکز کې د برېښنایي وسایلو د ترمیم برخه کې روزنه ترلاسه کوي.
ده وویل: «ځکه درملنې ته راغلم چې نور د نشهیي توکو له کارولو ستړی شوی وم؛ ځکه هر څه مې له لاسه ورکړل، اقتصادي ستونزې وې، نور مې مواد نه شو اخیستلی، ذهني فشار و او کله به مې چې نشهیي توکي کارول، بېخي یې تاثیر راباندې نه کاوه، پخوانی لذت مې ترې نه اخیست، نو دغه سختۍ چې راباندې راغلې، دلته درملنې ته راغلم او دلته مې پناه راوړه، څو له دغه حالته ووځم.»
د هغه په وینا، د درملنې په پیل کې د اعتیاد ترک کول ورته سخت و، خو ورو ورو ورته دغه کار اسانه کېده او اوس حالت ښه شوی دی.
ده وویل: «پر دغه عمل ډېر پښېمانه یم چې ما شروع کړی و او هغه کارونه چې د معتادۍ پر مهال ما ترسره کړي دي، چې را یاد یې کړم ډېر خپه کېږم؛ ځکه دغه عمل داسې کارونو ته سړی مجبوروي چې څوک یې په یادولو یې شرمېږي.»
هغه وویل، خوښ دی چې اوس روغ شوی، ژوند ته یې هیله پیدا شوې او د حرفوي زدهکړو له مرکز څخه تر فارغېدو وروسته به له خپلې کورنۍ او اولادونو سره عادي ژوند پیل کړي.
منیراحمد له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د اعتیاد له ناوړه عمله ځانونه وساتي، څو د روږدو کسانو په څېر له بدبختیو سره مخ نه شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۵ میلادي کال د یوې سروې له مخې، افغانستان کې درې عشاریه پنځه میلیونه معتادین وو، خو له هغه وروسته دقیقه سروې نه ده ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د نږدې ۱۲۱ زره معتادینو درملنه ترسره شوې.
د ده د معلوماتو له مخې، اوس په ټول هېواد کې نږدې ۶۷ د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه فعالیت لري او شاوخوا ۵۰۰۰ کسان په کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړی وایي، له یادو مرکزونو ۴۵ د نارینه لویانو لپاره، ۱۴ د ښځو او ماشومانو لپاره او ۷ د نویو ځوانانو لپاره ځانګړې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۱۴مه په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشهيي توکو کارول، پلور او قاچاق منع کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP