Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې سلګونه افغان کډوال نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۴):د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو کډوالو پر وړاندې د چلند د سختېدو له امله، په خیبر پښتونخوا کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان یوه ورځ مخکې، هم‌مهاله د ناقانونه استوګنې پر ضد د پراخ کمپاین له پیلېدو سره نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا، د دغه کمپاین له پیل وروسته د پېښور په بېلابېلو سیمو کې له زرو ډېر افغانان نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، دا عملیات د نظم او قانون د ټینګښت او د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو په ترڅ کې، پیل شوي دي.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، په ټولیز ډول ۱٬۰۴۴ هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، په دې عملیاتو کې نیول شوي او د ښار په ورودي او وتلو لارو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د هېواد په ځینو سیمو کې شاوخوا ۹۰ ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.

دغو بریدونو ته د افغان ځواکونو له لوري سخت او انتقامي غبرګون ښودل شوی او راپورونه ښيي چې پاکستاني پوځیانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.