غزنيښار (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۴): د غزني ښاروالي وايي چې د ایران جګړې په پلمه د خوراکي توکو د بیو ناڅاپي لوړېدو له امله یې په غزني ښار کې سلګونه هټۍ تړلې دي.
د غزني ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي پژواک ته وویل چې د ښاري نظم کمېټې د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول په موخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نرخنامې د تطبیق څرنګوالی وڅاره او د خوراکي او لومړنیو توکو بیې او کیفیت یې وارزاوه.
هغه زیاته کړه، ډېری پلورونکو خپل توکي د ټاکل شوې رسمي نرخنامې خلاف په لوړه بیه پلورل.
هغه زیاته کړه، یو شمېر هټۍ د بیو لوړېدو علت د ایران وروستۍ جګړه یادوله او ادعا یې کوله چې له امله یې د توکو واردات او بیې اغېزمنې شوې دي.
جلالزي ټینګار وکړ چې ټول پلورونکي د رسمي نرخنامې په تطبیق مکلف دي او که سرغړونه تکرار شي، له قانوني چلند سره به مخ شي او د دغه کمپاین په ترڅ کې یې شاوخوا ۸۰۰ هټۍ تړلي دي.
د هغه په خبره، د ولس د شکایتونو اورېدو او د بازار د تنظیم په موخه پراخ نظارتي کمپاین پیل شوی او دا لړۍ به دوام ولري.
نوموړي همدارنګه له ښاریانو وغوښتل چې د نرخنامې عملي کېدو برخه کې همکاري وکړي او د سرغړونو په اړه اړوندو ادارو ته راپور ورکړي.
بل لور ته، یو شمېر دوکاندارانو له پژواک سره په خبرو کې وویل چې ستونزه یوازې په پرچون پلورونکو پورې محدوده نه ده، بلکې عمده پلورونکي او واردوونکي هم توکي په لوړه بیه ورکوي.
دوی غوښتنه وکړه چې د بیو کنټرول دې له عمده بازارونو او وارداتي سرچینو پیل شي، څو پرچون پلورونکي هم وکولای شي توکي په مناسبه بیه عرضه کړي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمد طاهر وویل: «دوکانداران تل د روژې، اخترونو او یا هم د نورو هېوادونو د جګړو پر مهال بیې لوړوي؛ دغه کار انصاف نه دی.»
هغه غوښتنه وکړه چې نظارت دې دوامداره وي او یوازې د لنډ مهال لپاره دې نه وي، څو بازار باثباته پاتې شي او خلک د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د یادونې ده، د غزني ښاروالۍ ډاډ ورکوي، د بازار د تنظیم، احتکار د مخنیوي او د بیو کنټرول په برخه کې به خپل اقدامات لا پیاوړي کړي، څو د اقتصادي فشارونو په دغه حساس پړاو کې د خلکو حقونه خوندي پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP