کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): ایران د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت د دوو بېپیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لسو په ډېرو هېوادونو کې له خپلو وګړو غوښتي چې له دغو هېوادونو ووځي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه برید نن سهار ترسره شوی او له امله یې د سفارت ودانۍ ته «یو څه مادي زیان» اوښتي، خو مرګژوبله نه لري.
درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی او د سفارت ساحه کې د اور لمبې لیدل شوې دي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې د برید پر مهال د سفارت ودانۍ تشه وه او د تلفاتو راپور نه دی خپور شوی.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیوزنیشن رسنۍ ته ویلي چې د سفارت د برید او د ایران په جګړه کې د څلورو امریکايي سرتېرو وژل کېدو په تړاو به د امریکا غبرګون ډېر ژر اعلان شي.
له دې مخکې، په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت په یوه خبرتیا کې له امریکايي وګړو غوښتي وو چې په ریاض، جده او ظهران ښارونو کې دې په خپلو استوګنځایونو کې پناه واخلي او تر بلې خبرتیا دې سفارت ته له تلو ډډه وکړي.
په همدې حال کې، رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې امریکايي وګړي باید د خپل ژوند خوندیتوب لپاره د منځني ختیځ د اسرائیلي سیمو او غزې تړانګې په ګډون له لسو زیاتو هېوادونو ووځي.
ایران، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بحرین، کویټ، عراق، اردن، مصر، لبنان، عمان، قطر، سوریه او یمن په دغو هېوادونو کې شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP