Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیلزاد: د پاکستان د حکومت او خلکو ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، باور نه لري د پاکستان خلک دې د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو چې د افغان ملکي وګړو د وژنې لامل شوي، ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان د حکومت او خلکو ترمنځ واټن په زیاتېدو دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰ ملکي وګړي شهیدان او ۱۲۳ نور ټپیان شوي او ۸۴۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

خلیلزاد نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه باور نه لرم چې د پاکستان خلک د خپل حکومت د سیاستونو ملاتړ وکړي؛ هغه سیاستونه چې د افغان ملکي وګړو د وژنې لامل شوي دي.»

هغه د پاکستان پر خاوره د بریدونو په ترڅ کې ملکي تلفاتو ته په اشاره زیاته کړې: «ایا د خلکو او واکمنۍ ترمنځ واټن په زیاتېدو دی؟ زما په باور، هو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.