غزنيښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د غزني ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د اړیکو دفتر له لوري د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کرنیزو خدمتونو لس مرکزونه فعال شوي دي.
په غزني کې د ملګرو ملتونو د اړیکو دفتر (TLO) دفتر مسوول محمدعارف محمدي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاد مرکزونه د رشیدانو، جغتو، خوګیاڼو او زنخان ولسوالیو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیز سکتور د پیاوړتیا په موخه فعال شوي دی.
هغه وویل چې په دغو مرکزونو کې نراکټورونه، ترېشرونه، سولر، باسکېټونه او نور اړین تجهیزات شامل دي چې کولی شي له اقلیمي بدلون سره د تطابق برخه کې مرسته وکړي او د کلیوالي معیشت د پیاوړتیا سبب شي.
محمدي وویل، هڅه کوي چې په راتلونکې کې هم ورته پروژې پلي کړي، څو بزګران له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودریږي او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې توان پیدا کړي.
هغه د معلوماتو له مخې، یاد مرکزونه به په وړیا ډول بزګرانو ته په کرنیزو برخو کې خدمتونو وړاندې کوي.
په همدې حال کې د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو امر مومن خان ابودجانه وویل، د دا ډول وسایلو وېش د بزګرانو لپاره مهم او اغېزمن خدمت دی.
هغه زیاته کړه چې دوی له نورو نړیوالو مرستندویه موسسو سره هم په اړیکه کې دي، څو په دې ولایت کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم جذب کړي.
بلخوا، یو شمېر بزګران د دغو مرستو هرکلی کوي او وایي، که دا ډول ملاتړ پر وخت او عادلانه ډول دوام ومومي، کولی شي د حاصلاتو په زیاتوالي او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه بزګرعبدالحکیم پژواک ته وویل چې سیمه یې غرنۍ ده او پخوا به یې په یو جریب ځمکه کې درې ـ څلور کسان څو ورځې کار کاوه ترڅو ځمکه د کر لپاره چمتو کړي.
هغه زیاته کړه چې د حاصلاتو د ټولولو پر مهال به هم ډېری کارونه په لاس ترسره کېدل، خو اوس د نوو وسایلو په مرسته دا چارې په نیمه ورځ کې ترسره کېږي او د حاصلاتو کچه هم ور سره لوړېږي.
ده له حکومت او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتنه وکړه چې د ورته مرستو لړۍ نوره هم وغځوي، څو یې کرنیز سکتور وده وکړي او د ژوند وضعیت یې ښه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP