کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د جرمني په بُن کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې اسلامي امارت ته د دې استازولۍ د مدیریت له سپارل کېدو وروسته یې د پاسپورټونو صادرولو او وېش بهیر بېرته پیل کړی او شاوخوا څلور زره ټوکه پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي.
په بُن کې د افغانستان کنسولګرۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په بُن کې اسلامي امارت ته د افغانستان د کنسولګرۍ د مدیریت او چارو له سپارلو وروسته، په جرمني کې مېشتو افغان وګړو ته د پاسپورټونو صادرولو او وېش بهیر بېرته پیل شو.»
سرچینه زیاتوي چې دا مهال شاوخوا څلور زره توکه پاسپورټونه د چاپ په پړاو کې دي او ټاکل شوې ژر چمتو او غوښتونکو ته ووېشل شي.
د دغه بهیر بېرته پیل داسې مهال کېږي چې په تېرو میاشتو کې په جرمني کې ډېری مېشت افغانان د پاسپورټ د تمدید یا ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP