کاپیسا (پژواک، ۱۶ حوت ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوه ۱۴ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د الهسای ولسوالۍ د سرکدر کلي د محمدشاه په نوم د یوه کس په کور کې شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یوه ۱۴ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
فایز زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره د الهسای ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP