Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کاپیسا (پژواک، ۱۶ حوت ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوه ۱۴ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه د اله‌سای ولسوالۍ د سرکدر کلي د محمدشاه په نوم د یوه کس په کور کې شوې ده.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې یوه ۱۴ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

فایز زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره د اله‌سای ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.

د هغه په خبره، د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.