کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۴): په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی وايي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۳۲ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني د امنیت شورا، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د دغه بنسټ نورو چارواکو ته په استول شوي لیک کې ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا دغه وحشیانه، یرغلیز او ناقانونه اقدامات پر تر ټولو سختو ټکو غندي.»
نوموړي زیاته کړې: «د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې د وروستي راپور له مخې، د دغو وحشیانه بریدونو په پایله کې تر اوسه ۱۳۳۲ بېګناه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دغو بریدونو په دوام سره د وژل شوو او ټپیانو شمېر لا هم په زیاتېدو دی.»
هغه ویلي چې د امریکا او اسرائیل له خوا د ملکي وګړو حیاتي زیربناوې لکه هوايي ډګرونه، ښوونځي، تعلیمي مرکزونه، استوګنیزې سیمې، ورزشي تاسیسات او نور عامه بنسټونه په قصدي ډول په نښه شوي، ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.
ایرواني د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه په څرګند ډول وغندي او د وینې تویېدو او جګړې د پای ته رسولو لپاره بېړني او ګډ اقدامات ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP