کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالیو پایلوبه نن د هند او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ د تېرې فبرورۍ میاشتې په اوومه د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلو ګډون کړی و چې د هند او نیوزلینډ لوبډلې پر دې وتوانېدې د یادو سیالیو پایلوبې ته لارپیدا کړي.
ټاکل شوې چې د هند او نیوزلینډ ترمنځ پایلوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې په هند کې ترسره شي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال شلاوریز نړۍوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې څلور لوبې ترسره کړې چې دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې او په دې سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP