Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اوبو رسونې دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۴): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدقاسم امیني پژواک ته وویل چې یادې پروژې د ګیلان ولسوالۍ په پیتاب او مریاڼو کلیو کې د څه باندې ۱۶ اعشاریه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې د ۱۵۰ او ۱۶۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۶۰ او ۸۰ مترمکعب په ظرفیت د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د ۳۲ زره او ۳۳۴ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۳۸۳ شیردهنونو نښلول شامل دي.

د نوموړي په خبره، د دغو شبکو جوړېدو چارو کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو تر بشپړېدو وروسته به د یادو سیمو شاوخوا ۸۵۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د ګیلان ولسوالۍ په لونګ کلي کې د ۷ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.