Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: له امریکا سره خبرې نور د ایران په اجنډا کې نشته

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له امریکا سره خبرې نور د اسلامي جمهوریت د اجنډا برخه نه ده؛ ځکه په دې برخه کې «ډېره ترخه تجربه» لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له «پي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «د فبرورۍ په میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستي پړاو خبرو پر مهال امریکایانو ژمنه کړې وه چې د برید نیت نه لري؛ خو بیا یې هم دا کار وکړ.»

نوموړي زیاته کړې، فکر نه کوي له امریکا سره خبرې دې نور د ایران په اجنډا کې وي.

د هغه په خبره، د ایران د نوي مشر ایت‌الله سیدمجتبی خامنه‌ای لپاره چې تر اوسه یې په خپله نوې دنده کې عامه وینا نه ده کړې، لا «ډېر ژر» ده چې له امریکا سره د خبرو په اړه څرګندونې وکړي.

عراقچي ویلي: «موږ ټول د هغه د ویناوو او نظرونو په تمه یو چې وروسته به خپاره شي؛ خو زه فکر نه کوم چې له امریکایانو سره د خبرو یا بیا خبرو موضوع مطرح وي؛ ځکه موږ له امریکایانو سره د خبرو ډېرې ترخې تجربې لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره جګړه «لنډمهاله ګرځېدنه» بللې او ویلي یې دي چې دغه جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.